د ارزګان د چورې ولسوالۍ امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې

د ارزګان د چورې ولسوالۍ د امنیت چارې له اسټرالیايي ځواکونو نه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

د ارزګان امنیتي چارواکو چې تیره ورځ ناوخته یې په دې هکله جوړو شویو مراسمو کې خبرې کولې وویل؛ چې دا مهال افغان امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه د امنیت ساتلو ته چمتو دي.

افغان چارواکو ویلي، چې د امنیت د انتقال روان دریم پړاو مخ په خلاصیدو دی او د هیواد د شاوخوا اویا فیصده نفوس امنیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی.