د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما له دوهم ځلي انتخاب ورورسته د جنوب ختیځي آسیا هیوادو ته خپل لومړی سفر نن پیل کړ.
تمه ده، چې جمهور رییس اوباما به په دې سفر کې د آسیا پاسفیک پر وړاندې خپله بهرنۍ پالیسي پیاوړې کړي.
سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې په سيمه کې د چین د نفوذ مقابله وکړي.
د امریکا د ملي امنیت مرستیال مشاور "بین روډز" وویل؛ سپینه ماڼۍ د آسیا پاسفیک سيمه د متحده ایالاتو د راتلونکي لپاره ډېره مهمه بولې – د اقتصاد او په نړۍ کې د امریکا په سیاسي او امنیتي دواړو برخو کي:
"په آسیا کې زموږ د محور ټینګول به د جمهور رییس د دوهمې دورې او د بهرنۍ پالیسي لاسته رواړنه یا میراث وي. موږ دا په حیرانونکي ډول د امریکایي صادراتو د زیاتولو لپاره یو فرصت، د نړۍ د چټکې ودې په حال کې سيمې کې د امریکا د مشرتابه د زیاتولو، د خپلو ارزښتونو او ګټو د پرمخ بیولو فرصت بولو او دا سفر په همدې مقصد برابر شوی دی."
جمهور رییس اوباما به د یکشنبې په ورځ تایلنډ ته ورسیږي او د دې هیواد له پاچا "بومیبول ادولیادي" او صدراعظمې "ینګلوک شیناواترا" سره به وګوري.
جمهور رییس اوباما به له تایلنډ څخه برما ته لاړ شي او دا به په څو لسيزو کې دغه هېواد ته د امریکا د جمهور ريیس لومړنی سفر وي.
بارک اوباما به وروسته په کمبوډیا کې د ختیځې اسیا د هیوادونو د ټولنې په غونډې کې برخه اخلي.