په مصر کې هغه مهال د وړکتون ۴۷ کوچنیان ووژل شول؛ چې د سپرلۍ بس یې له یوه ټرین سره ټکر وکړ.
د مرکزي ولایت "اسویت" والي د مصر دولتي تلویزیون ته وویل؛ د نن ورځې په پېښې کې نور ۱۳ کوچنیان ټپیان دي.
په بس کې ۶۰ تنه کوچنیان سپاره وو او د ښوونځي له خوا په سفر روان وو؛ چې د قاهرې د جنوب په ۳۵۶ کیلومیترۍ کې د ټرینونو د تيریدو په ځای کې ورسره یوه ټرین ټکړ وکړ.
ماشومان د څلورو او شپږو کلونو په عمر وو.
د دې پېښې له امله د مصر د ټرانسپورټ وزیر "رشید ال متیني" استعفی وکړه او وایي، د دغې غمېزې مسوولیت یې منلی دی.
د مصر جمهور رییس محمد مرسي د ټرانسپورټ د وزیر استعفی منلې ده.