چارواکي وايي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وړمه شپه د واده په مراسمو کې اور لګېدلی دی چې پکې اتلس تنې مېرمنې سوځېدلې دي. په سوځېدليو کې نجونې او هلکان هم شامل دي.
د اندړو ولسوال قاسم ديسوال وايي، چې اور د شيلګر په خوشحال کلي کې د نکريزو د څرخولو پر وخت ليګېدلی دی.
دی وايي، د نکزيزو په مېنځ کې د لګېدليو شمعو اور د تېلو يوې ډبې ته خوله ورکړې او ورپسې په ټوله کوټه کې اور لګېدلی دی.
د ولسوال په وینا،يو شمېر سوځېدلې مېرمنې د درملنې لپاره کابل ته لېږدولې شوې دي؛ خو درې تنې يې لا اوس هم د ميري په روغتون کې پاتې دي.
د سيمې ځينې اوسېدونکي په اور کې د سوځېدليو مېرمنو شمېر شل تنې ښيي.
تر دې وړاندې هم د غزني په ځينو کورونو کې د تېلو د اور اخيستلو له امله اورلګېدنې شوې دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، همېشه په کورونو کې اورونه د خراپو او له نورو ژر اور اخيستونکيو توکو سره د ګډو شويو تېلو له امله لګېږي.