په فراه کې د سړک پرغاړه د ماین چاودنې ۱۷تنه وژل شوي

په فراه کې د سړک پرغاړه د ماین په چاودنه کې اولس تنه وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند نن ازادي راډیوته وویل، چې د ولسي خلکو یو موټر چې واده ته روان وو او پر ماین والوت.

د پيښې زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

چاودنه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې شوې او مسولیت یې تر اوسه هیڅ ډلې نه دی اخیستی.