پاکستان د طالبانو اته غړي خوشې کړي

ښاغلى ستانکزى

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت لږ تر لږه اته افغان طالب مشران خوشي کړي دي چې زياتره يې د منځنۍ درجې طالبان ياديږي.

ياد طالبان د پاکستان په بېلا بيلو زندانونو کې د کلونو راهيسي بنديان وو. ځيني راپورونه وايي چې خوشي کړل شوي طالب مشران په پاکستان کې خپلو کورونو ته تللي دي.

دا چې دغه طالب مشران په افغانستان کې د سولې په راوستو کې څومره مهم رول لوبولای شي او د دوی راتلونکې اقدام به څه وي؟

په همدې هکله احمد شاه اعظمي د کابل پوهنتون له استاد او د سياسي چارو له کارپوه نصر الله ستانکزي سره مرکه کړې چې تاسو يې اورېدو ته رابولو.

Your browser doesn’t support HTML5

له نصر الله ستانکزي سره مرکه