په سرپل کې کروندګرو ته اصلاح شوی زراعتي تخم وویشل شو

په سرپل کې لږ تر لږه شپږ زره کروندګرو ته پرون اصلاح شوی زراعتي تخم وویشل شول.

دا مرستې د خوراکي موادو د نړېوال سازمان او د جاپان له خوا شوې دي تر څو په سرپل کې کروندګر د مني لپاره کښتونه وکړي.

د سرپل د کرنې ريیس محمد منیر حفیظي ویلي، چې سیمې ته تر درې سوه ټنه زیات مواد رسیدلي وو او هر کروندګر ته یې د غنمو اصلاح شوي تخم او سره ور وویشل، ښاغلي حفیظي وویل:

(هیله ده چې د دې پروګرام مسولین زموږ د خپلو غنمو اصلاح شوي تخم څخه هم کار واخلي تر څو زموږ وطني محصولات هم خرڅ شي او د ځمکې لپاره هم ښه دي. )

یو شمېر کروندګر وايي، چې په سیمه کې د اوبو کموالی د دوي یوه اصلي ستونزه ده .
.