د نیویارک څارنوالانو د هغه سړي لپاره، چې په ۲۰۰۹ کال کې د انتحاري حملې د دسیسې په تور نیول شوی وو، د عمر قید غوښتنه کړې.
د نیویارک ښار اوسیدونکی حدیس میدون یانین د څارنوالانو لخوا داسې چا په توګه معرفي شوی، چې وايي تروریست کیدلای شوای.
دی به نن محاکمه شي.
حدیس میدون یانین چې په بوسنیا کې زیږیدلی او په ښوونځي کې د هغه دوه نور ملګري، په دې تورن دي چې په پاکستان کې روزل شوي دي.
څاروالانو د روان کال په پيل کې محکمې ته وویل، چې دې کسانو نیویارک په ترځمکې لاندې ترانسپورتي سیسټم (مټرو) ، د ښارپه مشهور میدان ټایمز سکویر او یا بل داسې ځاي کې ، چې خلک زیات وي، د بمي چاودنې د ترسره کولو پلان درلود .
د حدیس یانین وکیل وايي، چې موکل یې یوازې غوښتل د طالبانو په پلوي جنګ وکړي نه دا چې د القاعده شبکې غړی شي.