م.م: ایران دې ستار بهشتي د مړینې په اړه بې پرې تحقیقات وکړي

د ملګروملتونو د کارپوهانو یوې ډلې له ایران څخه غوښتي دي، چې په زندان کې د یوه ایراني ویبلاګ لیکونکي، ستار بهشتي د مړینې په اړه بې پرې تحقیقات وکړي.

دې کارپوهانو پر تهران غږ کړی چې په دې اړه بشپړ، خپلواک او بې پرې څېړنې ترسره کړي. دوی همداراز غوښتنه کوي چې ایران باید په ځانګړي ډول د بهشتي د شکنجې د تورونو په اړه پر تحقیقاتو تمرکز وکړي او نتایج یې ټولو ته اعلان کړي.

۳۵ کلن ستاربهشتي چې د ایران د حکومت له منتقدو لیکوالو څخه شمېرل کېده، د اکتوبر په دېرشمه نېټه د ایران د انټرنېټي ضد جرایمو د پولیسو له خوا ونیول شو. چارواکو له نیول کېدو یوه اونۍ وروسته په زندان کې د نوموړي مړی (جسد) وموند. د بهشتي د مړینې علت تراوسه نه دی روښانه شوی خو په زندان کې د ده د شکنجې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.