په پاکستان کې یوې محکمې پرون یو تن په کفر ویلو مجرم وپېژند

په پاکستان کې یوې محکمې پرون یوتن په کفر ویلو مجرم وپېژند او په مرګ یې محکوم کړ. د تورن د هویت په اړه ویل شوي چې نوم یې حضرت علي شاه او عمر یې د شلو او دېرشو ترمینځ دی.

پر نوموړي د چارشنبې په ورځ په چترال کې له محاکمې ورسته د اعدام حکم صادر شو. د پولیسو یو سیمه ایز مقام امیرخان وايي چې حضرت علي شاه تېرکال په تېره مارچ میاشت کې د اسلام پیغمبر، حضرت محمدص ته له سپکاوي وروسته ونیول شو.

په ۲۰۱۰ کال عیسوۍ پېغلې اسیه بي بي ته د اعدام د حکم له اورولو وروسته په پاکستان کې د کفر ویلو لپاره دا د اشد مجازات لومړنی سزا دی. د اسیه بي بي د اعدام حکم تراوسه نه دی عملي شوی.

د کفرویلو قانون ته چې د پوځي دیکتاتور جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پرمهال په اتیایمه لسیزه کې نافذ شو، د اسیه بي بي له قضیې وروسته د نړیوالو پام واوښت. په پاکستان کې د اعدام حکم تراوسه پرهېڅ چا نه دی تطبیق شوی ځکه چې اکثر حکمونه له استیناف وروسته فسخ شوي دي.