متحدوایالاتو په هلمند ولایت کې د طالبانو یو قوماندان محمدنعیم بړېڅ د افغانستان په جنوب کې د مخدرو موادو تر ټولو ستر قاچاقبر بللی او د بندیزونو په فهرست کې یې شامل کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت وايي چې بړېڅ په هلمند کې د تریاکو په تولید او له دې ولایته بهر ته د هیرویینو په قاچاق کې لوی لاس لري. د امریکا د خزانې وزارت همداراز وايي چې قوماندان بړېڅ په هلمند کې د طالبانو مشري کوي او د پاکستان او ایران له لارې د مخدرو موادو قاچاق ته امکانات برابروي.
د امریکايي چارواکو په وینا محمدنعیم بړېڅ په هغه پیغام کې چې په تېره مارچ میاشت کې یې د طالبانو قوماندانانو ته استولی، لیکلي و، چې د مخدرو موادو د کښتاو تولید په مخنیوي کې د افغان او نړیوالو له هڅو سره څنګه مبارزه وکړي.
په امریکا کې د مخدروموادو ضد مبارزې د قوانینو له مخې له دې بندیزونو وروسته په امریکا کې د بړېڅ ټولې شتمنۍ ضبطېږي او امریکایي اتباع له ده سره تجارتي او مالي راکړه ورکړه نشي کولای.