نقل کوونکی او ورکونکی دواړه ګناهګار دي!

تعليمي سرکس:

د افغانستان روزنيز او ښوونيز (تعليمي او تربیتي) سرکس هغه ځای دی، چې ماشومان، زلمکی او ځوانان په کې د جمناسټيک ورزش ډول ډول چمونه، په نري پړي تګ، يو ټایره بای سيکل چلولو، د سټيج پر سر تمثیل، ترانې او دې ته ورته نور ډیر څه زده کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



د دغه سرکس زده کوونکي که کله پخپلو نمایشونو د تماشاچیانو پر خوله خندا خپروي او ساعت یې تیروي، نو ګڼو نورو ته بیا په یو بل ډول خیر ور رسوي، دوی کله کله د مهاجرینو کمپونو ته او کله ځینو ښوونځيو ته ورځي او هغوي د روغتیا او ځینو نورو مسایلو په اړه په تمثیلي بڼه پوهوي، کومه ورځ چې زه په مرکو پسې ورغلی وم، د مهاجرینو یوه کمپ ته په دې موخه روان و، چې د لاس مينځلو په ارزښت او د ګټو په اړه یې خبر کړي او په سمه توګه د لاس مينځلو چل وروښيي، زه هم ورسره لاړم، دوی یو څو ترانې ورته وویلې او بیا یې په یاده موضوع ورته تمثیل پیل کړ.

د دغه سرکس ښوونکی حمید روښان وايي، چې ځينې خلک د سرکس په اړه منفي نظر لري، خو چې زموږ نمایشونه یې لیدلي موږ او زموږ د کار یې ډیره ستاینه کړې.

نقل:

تمثیل کول هم یو ډول د یو چا پېښې او نقل ګڼلی شو، خو د دغه نقل زده کول دومره اسانه کار نه دی، خواري غواړي او کار غواړي.

خو ځینې زده کوونکي د دې لپاره چې ځان له خوارۍ او کاره پټ کړي، د نقل په تمه ازموینو ته شپې او ورځې شماري. خو څه وايي، (چې څوک په تمه د سپرو شي، هغه پاتې په مېرو شي) دی د نقل په تمه شي، خو په سبا یې چې ښوونکی ورسره ونیسي، په ټوله پڼه یې غټه چليپه ورته راکاږي، د یوه ملګري په تمه وي، چې له فلاني سره به څنک کې کینم، هغه به نقل راکړي، په سبا یې ښوونکی هغه لرې ترې کینوي.

نقل کول که یو څوک ټمبل اموخته کوي او په راتلوونکي کې یې له ګڼو ستونځو سره مخ کوي، نو بل خوا چې کله نقل ورسره نیول کیږي، د نورو پر وړاندې یې شخصيت ټيټيږي، محمد مير يو داسې زده کوونکی دی، چې نقل کول يو خوشی کار بولي، دی وايي چې په څومره وخت کې د نقل پرزه ليکل کيږي، په هغومره وخت کې هماغه څه زده کولی هم شي.

نقالان ځکه ډیره تکیه پر نقل او یا پر خپلو لایقو ټولګیوالو کوي، چې له زړه درس نه وايي، وخت خوشې تیروي، اصلاً له زده کړې نه بلکې له یوه ټولګي بل ته له بریالي کیدو سره یې کار وي، یو زده کوونکی لاهورجان محمدي وايي، د دې پر ځای چې یو څوک د نقل په تمعه د لایق ملګري تر څنګ کیني، ښه به دا وي، چې له ازموینو وړاندې له هغه سره کيني او یو څه ترې زده کړي.

پوهان وايي، چې که چیرې غواړو چې يو څه په ښه ډول حافظې ته وسپارئ، نو د مطالعې لپاره داسې ارامه ځآی غوره کړئ، چې د مناسبې رڼا او هوا لرونکی وي او د دې لپاره چې ماغزه مو ښه کار وکړي، بايد خوب مو هم کم نه وي.

ځينې ځوانان، چې له مشکله مضمونونو ویره لري ملګرو! لومړی اسانه مضمونونه زده کوي او مشکل شاته پریږدي.

یوه ښوونکې جمیله حقجو وايي، چې زیاتره هغه زده کوونکي په نقل کولو اموخته کیږي، چې درسونه نه تعقيبوي، څو څو چې وړاندې ځي، درسونه یې زیاتيږي او سختيږي، اخر نقل ته زړه ښه کوي، خو دوی ته په کار ده، چې د ټولګي له اولې ورځې خپل درسونه تعقیب کړي نه دا، چې یوازې د ازموینو په وخت کې یې درسونه په یاد شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې