افغان پولیس وایي، طالبانو د ناټو دوه ژباړونکي وژلي دي

افغان پولیس وایي، طالبانو د ناټو دوه ژباړونکي وژلي دي. دا ژباړونکي پرون هغه مهال ووژل شول، چې د خپل ورځني کار لپاره په لوګر کې د شانک په نوم د ناټو کمپ ته ورتلل.

سیمه ییزو چارواکو ویلې دي چې طالبانو د دغو دو ژباړونکو مړي د هغوی له موټر سره د سړک پرغاړه غورځولې دي.

په افغانستان کې په زرګونو ځوانان نړیوالو ځواکونو استخدام کړې دي چې د دوی لپاره ژباړه وکړي او یا هم د دوی په اډو کې کار وکړي.

طالبان هر وخت دغه افغانان په نښه کوي.