د امریکا د جمهوري غوښتونکو سناتورانو یوې ډلې د یوې ځانګړې کمیټې د جوړیدو غوښتنه کړې، څو د سپینۍ ماڼۍ له لوري په لیبیا کې د امریکا پر سفارت د شوي برید تحقیقات وڅیړي.
د سپتبمر په میاشت کې په لیبیا کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید وشو، چې په کې د لیبیا لپاره د امریکا د سفیر کرسټوفر سټیفینز په ګډون څلور امریکایي دیپلوماتان ووژل شول.
سناتور جان مککین وویل، د کانګرس له لورې د یوې ځانګړې مشترکې پلټنې اړتیا د دې لپاره شته، چې د دې پیښې په اړه د ادارې په چلند کې اختلافات او تناقضات تر سترګو کیږي او د اوباما ادارې د دې برید په اړه، چې ویل کیږي چې د القاعدې ملاتړیو کړی دی، له خپل لورې تحقیقات کړې دي.
جان مککین زیاته کړه، چې کانګرس غواړي چې پر دې پوه شي چې ولې د برید پر مهال د کونسلګرۍ امنیت داسې نه و چې برید ته ځواب ووایي او ولې یو شمیر غوښتنو ته، لکه د امنیت د پیاوړي کیدو د مسالې په څیر غوښتنو ته چې وار له مخه شوې وې، پام نه و شوی.