د افغانستان لپاره د ناټو ملكي استازي پرون په هلمند کې ژمنه وکړه، چې له افغانستانه به د بهرنیو محاربو پوځیانو تر وتلو وروسته هم ناټو له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
مورټیز جوخیمز پرون د هلمند قول اردو ته ورغی او بیا یې د ولایتي بیا رغاونې د ډلې او هلمند له چارواکو سره خبرې وکړې.
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، چې په هلمند کې مثبت رامنځته شوي تغییرات باید خوندي شي.
ده بل لور ته د افغان ځواکونو په یونیفورم کې پر بهرنیو عسکرو بریدونو ته اندیښنه څرګنده کړه، خو ویې ویل چې دا بریدونه به د ناټو او افغان ځواکونو تر منځ پر همکارۍ منفي اغیز و نه کړي.
ټاکل شوې ده، چې د دوه زره څوارلسم میلادي کال تر پایه بهرني محارب عسکر له افغانستانه ووځي.