په کشمیر کې دوه مشکوک مسلمان وسله وال او درې هندي پوځیان ووژل شول

لږ تر لږه دوه مشکوک مسلمان وسله وال او درې هندي پوځیان پرون هغه مهال ووژل شول، چې د یاغیانو یوې ډلې غوښتل چې د کشمیر د بیلتون له کرښې پورې وځي.

هندي پوځي چارواکي، انکور ویشیست وایي، جګړه د ناوګام په سیمه کې وروسته تر دې ونښته چې لږ تر لږه پنځه وسله وال چې په درنو وسلو سمبال و د چهارشنبې په سهار د پاکستان له لورې د هند خواته واوښتل.

هندي پوځي چارواکي زیاته کړه، چې د پاتې وسله والو پرضد د پلټني عملیات دوام لري.

خپلواکو سرچینو د دې پیښې تایید نه دی کړی. یاغیان په کشمیر کې د هند پرضد له نولس سوه نهه اتیایم کال راهیسې جګړه کوي او تر اوسه تر اته شپیته زره ډیر کسان وژل شوې دي.

هند پاکستان تورنوي چې ولسه وال روزي او اکمالوي. اسلام اباد دا تورونه ردوي او وایي، چې د کشمیریانو یوازې دیپلوماتیک ملاتړ کوي.