په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان امریکایي جنرال جان الین وایي، دی به له پنتاګون سره د هغو ایمیلونو په اړه څیړنه کې بشپړه همکاري وکړي، چې ده هغې میرمنې ته استولي و، چې د سي ای اې د پخواني مشر ډیوید پټرایس د رسوایي په قضیه کې ښکیله ده.
د الین مدافع وکیل ډګروال جان بکر وویل، موکل یې هیله من دی چې په دې اړه پوښتنې هرڅومره ژر چې کیدای شي ځواب کړي او ټول پرسونل ته یې امر کړی چې په دې اړه له څیړنې سره همکاري وکړي.
FBI د شلو نه تر دیرش زرو پورې پاڼې موندلي، چې په اکثرو کې د الین او جیل کیلي ترمنځ ایمیلونه یو بل ته استول شوي دي.
کیلي د هغو ایمیلونو په اړه شکایت کړی، چې د پاولا براډویل په نامه یوې میرمنې چې وروسته معلومه شوه د پیټرایس ژوند لیک لیکونکې او دهغه معشوقه ده، دې ته استولي و.
څیړونکي هڅه کوي، دا معلومه کړي چې په دغو رسواییو او د ایمیلونو په تبادله کې د امریکا امنیت ته خطر متوجه شوی که نه؟