که څه هم د ولسي جرګې ځینو غړو او یو شمېر کارپوهانو د راتلونکو انتخاباتو اعلان شوې نیټه یو نامناسب وخت وباله، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې دغه پریکړه یې د قانون له مخې او د هېواد امنیتي حالاتو ته په کتو کړې ده.
د دغه کمیسیون د دارلانشا سرپرست زکریا بارکزي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د حمل په میاشت کې د وسله والو مخالفینو د ګواښونو کچه ټیټه وي.
بارکزی وایي، د اساسي قانون له مخې د ۱۳۹۳ کال په جوزا میاشت کې د ولسمشر حقوقي مشروعیت پای ته رسیږي، نو باید چې دوه میاشتې دمخه یعنی د همدغه کال په حمل میاشت کې انتخابات وشي:
"دلته دوه مسلې مطرح دي، یوه د اقلیم او بله هم د امنیت موضوع ده، کله چې موږ له امنیتي ځواکونو سره دغه موضوع شریکه کړه هغوی دغه مشوره راکړه، موږ منو چې په ځینو سړو ولایتونو کې د حمل په میاشت کې ستونزې موجودې وي، خو امنیتي ځواکونو راته وویل چې په دې میاشته کې د مخالفینو د ګواښونو کچه کمه وي."
شااوخوا دوه اونۍ وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات به د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل په شپاړلسمه نیټه ترسره کیږي.
د ولسي جرګې ځینو غړو استدلال کاوه، چې په دې میاشت کې ساړه ولایتونه له ډیرو ستونزو سره مخ وي او انتخاباتي کمپاینونو او په انتخاباتو کې د ټولو خلکو ګډون ته زمینه نه وي برابره.
ښاغلي بارکزي وویل، چې د ښو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یې پلانونه جوړ کړي، چې په لنډ او اوږد مهال کې به پلي شي،نوموړي د ځینو اقداماتو یادونه هم وکړه:
"موږ په جدي ډول له امنیتي ارګانونو سره خپله همغږي پیل کړې ده، په راتلونکو دوه اونیو کې به د رایه ورکونکو د نوم لیکنې نوې طرحه نهایي کړو.
راتلونکو دوو میاشتو کې به د انتخاباتو عملي پلانونه هم پای ته ورسوو، مونږ به دعامه پوهاوي لپاره د دیني عالمانو یو کانفرانس هم جوړ کړو او داسې تدابیر به ونیسو چې له درغلیو څخه مخنیوی وشي."
نوموړي وویل، دوی کولای شي چې د تیرو انتخاباتو په څیر درغلۍ مشخصې او هغه رایې باطلې اعلان کړي چې په درغلیو صندقونو ته لویدلي وي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې په راتلونکو انتخاباتو باندې په تخمیني ډول ۱۵۰ میلیونه ډالره لګښت راځي چې نړیوالې ټولنې یې د ورکولو ژمنه کړې ده.
راپور: اسدالله لودین، کابل