د قزاقستان د ملي امنیت کمیټه وايي، د انلاین بنسټ پالنې او د تروریزم له تبلیغاتو سره مبارزه لپاره دوي د اروپايي هېوادونو ډیرې همکارۍ ته اړتیا لري.
ددې کمیټې مرستیال عبدالکریم عبدي کاظیموف د چارشنبې په ورځې خبریالانو ته وویل، د تیرې جولای د میاشتې راهیسې د قزاقستان محکمو نهه نیم سوه هغه ویب پاڼې بندې کړي چې دده په وینا یې د بنسټ پالنې او تروریستې نظریو تبلیغات کول .
د نوموړی په وینا پر یو نیم سلو نورو ویب پاڼو دا مهال د تړل کیدو لپاره غور روان دی .
عبدي کاظیموف وايي ددې ویب پاڼو ډیر یې په اروپا کې دي او قزاقستان په دې برخه د اروپايي هیوادونو همکارۍ ته اړتیا لري .
نوموړي ویلي، چې د قزاقستان د ملي امنیت کمیټې په دې موضوع پارلمان ته ځانګړې سپارښتنې استولي دي .