پاکستان د یو شمېر طالب چارواکو له خوشې کېدو سره موافقه کړې

رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د یو شمېر طالب چارواکو له خوشې کېدو سره موافقه کړې ده.

پاکستانیو او افغان سرچینو ویلي دغه موافقه نن د سولې د عالي شورا د پلاوي او پاکسانیو چارواکو ترمنځ په خبرو کې وشوه.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ افغان پلاوي هڅه کوله، د طالبانو دویمه درجه مشرملاعبدالغني برادر، چې د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ میاشت کې په کراچۍ کې نیول شوی و، ازاد شي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې نوموړی د هغو کسانو په ډله کې وي، چې خوشې کیږي او که نه.

ملا برادر په ډيرو طالبانو نفوذ لري.