د اوکراين د پخوانۍ صدراعظمې يوليا تيموشينکو محاکمه وځنډیدله

د اوکراين په خارکوف ښار کې يوې محکمې بيا هم د ماليې د نه ورکولو په خاطر د دغه هېواد د پخوانۍ صدراعظمې يوليا تيموشينکو محاکمه وځنډوله.

تيموشينکو د صدارت په مهال له واک څخه د ناوړې استفادې په تور په اووه کاله بند محکومه شوې ده.

د محکمې قاضي وويل، د دې لپاره چې مېرمن تيموشينکو غذايي اعتصاب کړي دي او د محکمې غونډې ته نه شي حاضرېداي دا به محکمې ته د نومبر په ۲۳ مه نېټه راوبلل شي.

تيموشينکو د اوسني ولسمشر ويکتور يانوکوويچ اصلي سياله بلل کېږي.