ولسمشر بارک اوباما په جنرال جان الن باور لري، چې خپل کار ته به دوام ورکړي

سپينه ماڼۍ وايي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پر عمومي قومندان جنرال جان الن باور لري چې خپل کار ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال جان الن په دې تورن شوی، چې يوې ښځې ته يې په سلګونو نامناسب ايميلونه لېږلي دي.

د سپينې ماڼۍ ويندوي جې کارني پرون خبريالانو ته وويل، ولسمشر اوباما پر جنرال الن باور لري، د ده په نظر جان الن په افغانستان کې ښه کار کوي:

«ولسمشراوباما پر جنرال جان الن باور لري، عقيده لري چې ده په ايساف کې ښه کار کړي او کوي يې، او زه تاسو ته وايم چې د جنرال الن په اړه د تحقيقاتو د روانې پروسې لپاره پينتاګون ته لاړ شئ.»

کارني د امريکا له مشرانو جرګې وغوښتل چې ژر د جان الن ځاي نيوونکي جنرال جوزيف ډنفورد تاييد کړي.