د ايران د بشري حقونو مدافع نسرين ستوده ته له څو اوونيو وروسته د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړای شوه، چې د تهران په ايوين محبس کې له خپلو ماشومانو سره وويني.
د مېرمن ستوده خاوند رضا خندان په فېسبوک کې ليکلي، چې ستوده پرېښودل شوې، چې له خپل پنځه کلن زوی نيما او دولس کلنې لور مهراوې سره د دوشنبې په ورځ د څو دقيقو لپاره وويني.
د مهراوې له قوله ويل شوي چې مور يې غذايي اعتصاب ته دوام ورکړي دي.
مېرمن ستودې د اکتوبر په يودېرشمه وروسته له دې د نه خوړولو اعتصاب پيل کړ چې د محبس مسوولانو د دې خپلوان له دې سره له کتنې منع کړل.
تېره مياشت د اروپا پارلمان د ۲۰۱۲ کال د سخاروف جايزه مېرمن ستودې ته ورکړه.