د کورنیو چارو وزارت په ارزګان کې د عبدالحکیم شجاعي د نیولو حکم کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې پولیسو ته یې په ارزګان ولایت کې د عبدالحکیم په نامه د یوه غیر مسولې وسلوالې ډلې د قومندان د نیولو حکم کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ نن د ولسي جرګې د شکایتونو اوریدو کمیسیون ته په خبرو کې ژمنه وکړه، چې په ډیر لنډ وخت کې به شجاعي د قانون منګولو ته وسپاري.

د ارزګان یو شمېر اوسیدونکي، چې شجاعي د لسګونو بې ګناه خلکو په وژنې تورنوي د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون ته له نوموړي څخه په شکایت راغلي دي.

خپله شجاعي تر اوسه پر ده د لګیدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.