د سوریې نوې مخالفه ډله، دد ې هېواد د مشروع استازي سازمان په توګه وپیژندل شوه

د خلیج د شپږو هېوادونود همکارۍ شوری د سوریې نوي مخالفه ډله، ددي هیواد د مشروع استازي سازمان په توګه وپیژندله.

د سوریې د یاغیانو مختلفې ډلې د یکشنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې سلا شوې چې د بشار الاسد د راپرزولو لپاره به سره یو لاس کیږي.

د قطر صدراعظم شیخ حمد بن خلیفه الثانې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې چې عربي اتحاد د سوریې د مخالفانو او انقلابي ځواکونو د ملې شوری نوی جوړ شوی سازمان په رسمیت وپیژاند، په قاهره کي یوه خبري کنفرنس ته وویل:

“د عربي اتحاد د وزیرانو کمیټه به له سېمه اېزو او نړیوالو سازمانونو څخه وغواړي چې د سوریې د مخالفانو ایتلاف د سوریې د خلکو د قانونې استازي په توګه په رسیمت وپېژنې .

عربي اتحاد به له دغه ایتلاف سره مذاکرې کوې او سیاسي او مادي ملاتړ به ورته برابروي”.

لویدیځو هیوادونو د سوریې د مخالفانو د نوي ایتلاف د جوړیدو هرکلی کړیدی.

روسیه وایي، ایتلاف باید هڅه وکړې چې د خبرو له لارې د سوریې شخړه حل کړې او بهرنۍ مداخله باید رد کړي.

په عین حال کې د اسرائیلو پوځ وایي، ټانکونو یي وروسته له هغې په مستقیم ډول د سوریې د پلیو ځواکونو هدفونه وویشل، چې د سوریې هاوان ګولۍ د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره، د اسرائیلو تر اشغال لاندې جولان په لوړې کې د اسرائیلو یوې پوځې پوستې ته نږدې ولګیدلې .