هیليري کلېنټن د استرالیا او امریکا د پوځي اړیکو د پراخولو په اړه د استرالیا پلازمېنې ته ورسېده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیليري کلېنټن د استرالیا او امریکا د پوځي اړیکو د پراخولو په اړه له چارواکو سره د خبرو په مقصد نن د آسترالیا پلازمېنې ته ورسېده.

تمه ده، چې د استرالیا د دفاع او بهرنیوچارو له وزیرانو ستیفن سمیت Stephen Smith او باب کار Bob Carr سره په دې کتنه کې به د امریکا دفاع وزیر لېون پنېتا هم حاضر وي.

د استرالیايي او امریکايي مشرانو دا کلنۍ سرمشریزه په انتخاباتو کې د ولسمشر بارک اوباما له بریا وروسته لومړۍ غونډه ده.