کلیوالې ښځې د نړۍ د نفوسو څلورمه برخه جوړوي

کلیوالې ښځې د نړۍ د نفوسو څلورمه برخه جوړوي، چې د کور په سر پرستۍ سربېره، په کرنه، مالدارۍ او دې ته ورته ګڼو نورو درنو او سختو کارونو بوختي دي.

ملګرو ملتونو د اکتوبر پنځلسمه، چې د تلې له څلیریشتمې سره برابره وه له کلیوالو ښځو د ملاتړ په مقصد د دوی په نامه نومولې او څه موده مخکې یې ولمانځله.

ملګري ملتونه وایي، که په نړۍ کې له کلیوالو ښځو ملاتړ وشي او امکانات ورته برابر شي د کرنې په محصولاتو کې به څلور برابره زیاتوالی راشي او لږ تر لږه یو سلو پنخوس میلیونه وګړي به له لوږې وساتل شي او د بېوزلۍ په راکمولو کې به تر ټولو ښه چاره وي.

په افغانستان کې هم اکثره ښځې کلیوالي ژوند لري، سره له دې چې دوی سخت او درانه کارونه کوي، په سیاسي او ټولنیزو چارو کې یې ونډه کمه یا په نشت حساب ده او د تعلیم او روغتیا په څېر لومړنیو انساني حقونو څخه بې برخې دي.

په کلیوالو سیمو کې معمولا یوه افغانه ښځه د ورځې له پنځلس تر اتلس ساعتونو پورې سخت کارونه کوي خو له دې امله چې له کاره یې پیسه لاس ته نه راځي نو دغه منډې ترړې یې د ټولنې او کورنۍ لخوا کار نه ګڼل کېږي او ارزښت نه ورکول کېږي حال دا چې ګڼ کرنیز او حیواني محصولات همدا ښځې تولیدوي.

په خپرونه کې به واورئ چې افغان ښځې کوم کارونه کوي او په دې اړه څه وايي.

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې شنبې او دوشنبې په ورځو خپرېږي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ښځو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه نیمه نړۍ