ټاکل شوې ولسمشر حامد کرزی هند ته د خپل څلور ورځني سفر په لړ کې نن د هند له صدر اعظم من موهن سنګ سره وګوري.
له نوي ډهلي څخه د ولسمشر ویاند ایمل فیضي نن ازادۍ راډیو ته وویل، له هند سره به په بېلابېلو برخو څلور موافقه لیکونه هم لاسلیک شي:
"نن د ورځې په جریان کې ټاکل شوې د افغاستان لوړ پوړی دولتي پلاوې چې له ولسمشر سره د هند په سفر کې ملتیا کوي په بېلابېلو برخو کې د ملګري هېواد هند سره څلور موافقت نامې لاس لیک کړي."
فیضي وایې، په دې تفاهم لیکونو کې یې یوه له وړو انکشافي پروژو سره د هند سل میلیونه ډالره مرسته هم شامله ده.
تر دې مخکې ښاغلي کرزي ويلي و، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اتحاد پياوړتيا لپاره افغانستان د هندي پانګوالو له خوا پانګونې ته چمتو دى.
هند په تیرو یولسو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې په چارو دوه ملیارډه ډالره لګولي دي.