د مصر د پلازمېنې قاهرې په جنوب کې پرون د دوو رېلګاډو په ټکر کې څلور کسان مړه شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي، ظاهراً د اورګاډي کارکوونکي د زيګنالونو يا اشارو په اړولو کې غفلت کړى؛ چې په نتيجه کې يې دوه رېلګاډي پر يوه پټلۍ برابر شوي دي.
د روغتيا وزارت وايي، په پېښه کې لږ تر لږه ٣٠ کسان ټپيان شوي دي.