د غور، دایکندي اوبامیان ولایت لسګونو قومي مشرانو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د دې ولایتونو له لارې هرات ته د غځیدونکي لویې لارې د جوړولو غوښتنه وکړه.
مظاهره کوونکي چې د ملي شورا مخې ته را ټول شوي وو؛ له حکومت نه یې غوښتنه وکړه، چې د دې سړک د جوړولو لپاره د نوي کال په پراختیایي بودجه کې یوه اندازه پیسې بیلې کړي.
په ولسي جرګې کې د غور او دایکندي ولایتونو ځینو استازو ویلي؛ چې ترڅو د دې سړک د جوړولو لپاره پیسې بیلې نه شي نو مالي بودجه به تصویب نه شي.