په خوست ولایت کې یوې بمي چاودنې لس تنه ټپیان کړل

د خوست ښار په مرکزي چوک کې نن د دریو بجو په شاه خوا کې په یوه چاودنه کې کابو لس تنه ټپیان شوي دي.

د خوست د امنیې قومندانۍ یوه امنیتي مسوول ګل محمد آزادي راډیو ته وویل؛ چې په ټپیانو کې دوه پولیس او اته ملکي وګړي شامل دي.

ده څرګنده کړه، چې چاودیدونکي مواد پر یوه بایسکل ځای پرځای شوي وو.

په خبرکې ویل شوي، چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، خو ډاکټرانو ویلي، چې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.