امریکا په سعودي عربستان باندې ۲۵ نورې الوتکې پېري

د امریکا متحده ایالاتو په سعودي عربستان باندې د پوځي درندو وسایلو د انتقال د ۲۰ الوتکو او په هوا کې نورو الوتکو ته د پنځو تیل ورکوونکو الوتکو د پلورلو اعلان وکړ.

دا معالمه د شپږ اعشاریه ۷ میلیاردو ډالرو ده اود الوتکو لپاره د روزنې، لوژستیکې ملاتړ، پرزو او نورو وسایلو ورکول هم په کې شامل دي.

د امریکا د دفاع وزارت د امنیتي همکارۍ موسسې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل؛ سعودی عربستان د خپل هوایي ځواک د عصري کولو لپاره د C-130J ډوله شل ټرانسپورټې الوتکو او KC-130J پنځو الوتکو ته اړتیا لري.

دا دواړه ډوله الوتکې د امریکا د "لاک هییډ" کمپنۍ له خوا جوړیږي.

د امریکا کانګرس که غواړي، چې د دغې معاملې په اړه اعتراض وکړي، دیرش ورځې وخت لري.

سعودي عربستان له امریکا څخه د وسلو او مهماتو ستر پیرونکی هېواد دی او له ۲۰۱۰ کال راهیسې یې د ۹۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت الوتکې او وسلې له امریکا څخه پیرلې دي.