بنلګه دیش: پاکستان دې د ۱۹۷۱ کال د جنګي جرمونو بخښنه وغواړي

بنګله دیش په پاکستان غږ کړی، چې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله دیش د آزادۍ په جریان کې د جنګې جرمونو بخښنه دې وغواړي.

د بنګله دیش حکومت وایي، په دې جګړې کې شاوخوا درې میلیونه کسان وژل شوي وو.

د بخښنې غوښتنه د جمعې په ورځ په "ډاکه" کې د بنګله دیش د بهرنیو چارو د وزیر "ډیپو موني" او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیري "حنا رباني کهر" د کتنې پر مهال مطرح شوه.

د بنګله دیش د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري د بنګله دیش د بهرنیو چارو د وزیر د غوښتنې په ځواب کې وویل: اسلام آباد په تېرو وختونو کې، د وینو تويیدو له امله په بېلابېلو ډولونو خواشینې څرګنده کړې او اوس د دې وخت دی چې پرمخ لاړ شو.

د بنګال مسلمانانو چې هغه مهال ختیځ پاکستان بلل کیده، د هندي ځواکونو په مرسته یې د ۱۹۷۱ کال ډسمبر میاشت کې خپلواکي حاصله کړه.

اوسنی پاکستان چې هغه مهال لویدیځ پاکستان و، د بنګله دیشیانو د خپلواکۍ د مخنیوي او د خلکو د بیرولو په مقصد یې په زرونو او لکونو کسان وژلي وو.