ایران یو ځل بیا د خپل اټمي فعالیتونو په اړه خبرو ته چمتو شوی دی

د اټمي انرژۍ نړيوال اژانس پرون وويل، ايران موافقه وکړه، چې د خپلو اټمي فعاليتونو څېړلو ته د اجازې ورکولو لپاره به نوي خبرې کوي.

د دې اژانس وياند "ګيل ټوډر" په ويانا کې وويل، د خبرو نوى پړاو به د ډسمبر پر ١٣مه په تهران کې ترسره شي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې "ويکټور نولانډ" په واشنګټن کې په يوه کنفرانس کې خبريالانو ته خبرې وکړې:

”وبه وګورو چې د خبرو دغه پړاو څنګه مخته ځي. په تېرو وختونو کې د اټمي انرژۍ د نړيوالې ادارې له ښو هڅو سره- سره ايران هغه څه ونه کړاى شول، چې بايد کړي يې واى.

د اټمي انرژۍ ادارې ته سپارښتنه کوو، دغو هڅو ته ادامه ورکړي، له ايران څخه هم غواړو د نړيوالې ټولنې د اندېښنو د ليرې کېدو لپاره ځينې کارونه وکړي.“


دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د اټمي انرژۍ د نړيوال اژانس مشر "يوکيو امانو" د نومبر پر پنځمه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې خبردارى ورکړ او ويې ويل، روان کال له ايران سره خبرې شديدې شوي البته وروسته تر هغه چې د تېر کال په نومبر کې د دې اژانس يو راپور خپور شو.

دغه وايي، موثق معلومات لري، چې ايران د اټمي چاودېدونکې وسيلې په جوړولو پورې اړوند فعاليتونه کړي دي.