د ګډ امنیت سازمان په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ګډ امنیت په سازمان کې د افغانستان په اړه د کاري ډلې غړي نن په مسکو کې په خپلو کې راټولیږي.

د ګډ امنیت د سازمان چې د پخواني شوروي اتحاد یو شمیر هیوادونه په کې راټول شوي ویاند ولادیمیر زین الدین اوف ویلي؛ دا چې د افغانستان مساله د دې سازمان د غړیو له خوا په تفصیل څیړل شوې ده، په کارې ډله کې ګډون کونکي به د افغانستان وضیعت وڅیړي او بحث به پرې وکړي؛ چې په افغانستان کې د وضیعت د خرابیدو په صورت کې به یې اغیزې د دې سازمان پر غړیو هیوادونو څه وي؟

دا کاري ډله به همداراز له خپلو خاورو څخه په افغانستان کې میشتو ایساف ځواکونو ته د مالونو دټرانزیټ پر مسالې هم خبرې او بحثونه وکړي.