د ناټو د تړون پارلماني انجمن نن د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې خپله کلنۍ غونډه پیلوي.
په دې غونډه کې به د نورو مهمو مسالو ترڅنګ په ۲۰۱۴ م کال کې د افغانستان څخه د ناټو د سرتیرو په ایستلو او د بې پیلوټه الوتکیو په کارولو بحث وشي.
نور بسنټیز بحثونه به د ایران پر اټمي پروګرام، د سوریې پر بحران، د ایرو زون په مالي ستونزو، په عربي نړۍ کې پر پاڅونونو، د روسيې پر کورني سیاست او د ارکتیک د سیمې د طبیعې سرچینو په پراختیا متمرکزي وي.
د نومبر د میاشتې په ۱۲ نیټه د دې غوڼدې په وروستۍ ورځ به په غونډه کې د ناټو عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن او د چیک جمهوریت، ګورجستان، مونټینګرو، بوسنیا هرزيګوینا او مقدونیا مشران ګډون وکړي.
د ناټو د پارلماني انجمن په غونډه کې به د دې تړون د اته ویشت غړیو هیواد دونو استازي، د ناټو د اتلس هم لاسو هیوادونو استازي او د یو شمیر نورو هیوادونو څارونکي برخه واخلي. د اروپا پارلمان او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان هم دې غونډې ته استازي استوي.