جمهور رییس حامد کرزي په هلمند ولایت کې د نن سهار ماین چاودنه چې لس ملکي کسان په کې ووژل شول او شپږ نور تپيان شول، وغندله.
د موسی کلا ولسوالۍ امنیه قومندان حاجي امیر محمد ازادۍ راډیو ته وویل، دا پیښه چې د سړک د غاړې په ماین د یوه مسافر وړونکي موټر له ختلو شوې، په وژل شویو کې پنځه ښځې، څلور سړي او یو ماشوم شامل دي حال دا چې ټپیان بیا ټول ماشومان دي .
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویندوي د دفتر په یوې رارسیدلي خبرپآنه کې جمهور رییس کرزي دا کار د هیواد د دښمنانو بللی دی.
د افغانستان جمهور رییس په اندونیزیا کې دی او د بالي د ډیموکراسي په پنځمه غونډه کې یې ګډون کړی دی .