افغان ولسمشر د م.م د امنیت شورا پر جوړښت نیوکه وکړه

جمهور رییس حامد کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر جوړښت نیوکه وکړه او هغه یې غیر ډیموکراتیک وباله .

ښاغلي کرزي، چې د بالي د ډیموکراسۍ په پنځمه غونډه کې د ډیموکراسۍ د ارزښتونو په اړه خبرې کولې د یوه نړېوال ډیموکراتیک نظام غوښتونکی شو او ویې ویل، چې یو شمېر نړېوال بنسټونه ډیموکراسي په سمه توګه نه پلي کوي .

هغه د مثال په توګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یادونه وکړه او ویې ویل، چې دا شورا په پنځو غړو سره د رد او یا ویتو حق لري چې دا کار ډیموکراتیک نه دی .

ښاغلي کرزي هیله مندي وښوده چې ددې سازمان فعالیت ډیموکراتیک شي په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د ډیموکراسۍ له ښو لاسته راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل په دې څو وروستیو کلونو کې یې هیواد د ډیموکراسۍ پدیده په سمه توګه تجربه کړې ده .

د بالي د ډیموکراسي پنځمه غونډه نن د څو هیوادونو د استازو په ګډون په اندونیزیا کې وشوه .