برما: ولسمشر اوباما غواړي، چې دغه هېواد ته راشي

د برما یوه چارواکي وویل، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي چې د روانې میاشتې په وروستیو کې دغه هېواد ته ورشي.

دا به برما ته د امریکا د یوه ولسمشر لومړی سفر وي.

برمایي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه وکړه، وویل، اوباما غواړي چې د نومبر په اتلسمه یا نولسمه برما ته ورشي او د برما له ولسمشر، تین سین او د اپوزسیون له مشرې انګ سان سوچي سره وویني.

سپینې ماڼۍ تر اوسه برما ته د بارک اوباما د تګ اعلان نه دی کړی، خو برما ته نژدې د کمبودیا او تایلند چارواکو ویلې دي چې اوباما به د دوی هیوادو ته په همدې اونۍ کې چې د برما د تګ خبره شوې ده، ورشي.

برما ته به د اوباما سفر له پوځي نظامه وروسته په دغه هیواد کې د دیموکراتیکو اصلاحاتو یو بل تایید وي چې نړیواله ټولنه یې کوي.