ملي امنیت د لویې څارنوالۍ د استیناف یو څارنوال د رشوت په تور نیولی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د لویې څارنوالۍ د استیناف یو څارنوال یې د رشوت په تور نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست مرستیال ویاند شفیق الله طاهري نن خبریالانو ته په دې اړه وویل، چې یاد څارنوال د مخکینې خبرتیا پر اساس د لویې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت د استازو په موجودیت کې و نیول شو.