په لغمان کې یوې چاودنې د ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

په لغمان کې یوې چاودنې د ملي اردو شپږو سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي، چې د ملي اردو یو کاروان، چې د لغمان د بادپښ ولسوالۍ نه مرکز ته په لاره و، د تودې چينې په سیمه کې د سړک تر غاړې ماین پرې چاودلی او په پایله کې د ملي اردو پینځه تنه سرتيري وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.

وسله والو طالبانو ددې پېښې مسولیت په غاړه اخیستی دی.