په کندهار کې یو ځان وژونکي حملې اووه تنه پولیس مړه او ټپیان کړه، پیښه دقیقا اووه بجې د کندهار ښار د څلورمې حوزې یوې امنیتي پوستې ته نږدې رامنځته شوه.
د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادي رادیو ته وویل، چې یو ځان وژونکي خپل د چاودیدونکو موادو ډک موټر سایکل د پولیسو د پوستې سره جنګولي، چې په پیښه کې درې پولیس وژل شوي دي:
"یوه انتحاري د موټر سایکل په وسیله زموږ د څلورمې حوزې پر یوې امنیتي پوستې حمله کړې درې پولیس یي شهیدان کړي دي."
بل خوا د کندهار د میرویس روغتون مسوولین وایي، چې د پیښې د ځای څخه درې مړي او څلور ټپیان ور وړل شوي، چې ټوله پولیس دي.
تر اوسه د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دي اخیستي.
په کندهار ښار کې تر یوې میاشتې نسبي ارامي وروسته دا لومړی حمله ده چې ترسره کیږي تر دې مخکې په ارغستان او معروف ولسوالیو کې یوه ځان وژونکي حمله او دوي د سړک د غاړې بمي چاودنې وشوې، چې د لسو په شاوخوا کې ملکیان او پولیس ووژل.