د نیمروز والي وايي، ایران په سرحدي سیمو د درنو وسلو ډزې کړي

د نیمروز والي وايي، چې د ایران له خاورې د دغه ولایت په سرحدي سیمو د درنو وسلو ډزې شوي دي.

محمد سرور ثبات ازادي راډیو ته وویل، چې په دغو ډزو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پيښې په اړه له ایرانیو مسئولینو سره خبرې روانې دي.

تر دې مخکې د افغانستان ځینې ختیځې سیمې د پاکستان له خاورې تر راکټي بریدونو لاندې راغلي، خو د نیمروز والي وايي، چې دا لومړی ځل دی چې د ایران له خاورې پر نیمروز توغندي ویشتل کیږي.

زموږ همکار احمدزبیر ژمن د نیمروز له والي محمد سرور ثبات سره په دې اړه مرکه کړې:

Your browser doesn’t support HTML5

د نیمروز له والي سره مرکه