سوریایي یاغیانو د چهارشنبې په ورځ د دمشق پر لمنو برید وکړ

سوریایي یاغیانو د چهارشنبې په ورځ د دمشق پر لمنو برید وکړ. دا سیمه د ولسمشر بشار الاسد د علوي اقلیت مرکز دی.

د مزه پر سیمه یاغیانو په داسې وخت کې برید کړی، چې دوی پر مرکز دمشق باندې د بشار الاسد د ملاتړيو د استوګنو پرسیمو حملې ډیرې کړې دي.

د سوریې دولتي تلویزیون سانا وایي چې پر یوه کور او یوه مني بس باندې چې مسافر پکې سپاره وو، ډزې شوې دي او درې تنه په دې برید کې وژل شوې او دولس ټپیان شوې دي.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څارنې میشته ډله وایي چې په سوریې کې د دوه زره یولسم کال د مارچ له میاشتې راهیسې د وژل شویو کسانو شمیر اووه دیرش زرو ته رسیدلی دی، چې شپږویشت زره یې ملکیان دي.