د امریکا د نیویارک او نیوجرسي سیمو د سمندرغاړو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړل شوی دی، چې خپل کورونه پریږدي. دوی ته ویل شوې دي چې نوی توپان را روان دی.
ټاکل شوې ده، چې نن دا توپان د امریکا ختیځو سیمو ته ورسیږي.
دا سیمې د سنډې په نوم د تیرې اونۍ توپان ځپلې دي.
د دې سمندري توپان له امله په لسګونو کسان ووژل شول او لاهم د سنډې توپان له امله په لسګونو زره کسان بریښنا نه لري.
تر نوي راروان توپان مخکې نیویارک ته هوایي چلندونو الوتنې بندې کړې دي. په نیویارک کې بیا ټول پارکونه، د لوبو ډګرونه او د سمندرغاړې تفریحي ځایونه تړل کیږي.