د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ پر رباط سیمه د ایران له لوري ډزې شوي

د نیمروز چارواکي د ایران له سرحدي مسوولانو سره د افغانستان پر خاوره د ایران له لوري د درنو وسلو د ویشتلو په اړه خبرې کوي.

رپوټونه څرګندوي، چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ پر رباط سیمه د ایران له لوري د درنو وسلو ډزې شوي دي.

د نیمروز والي محمد سرور ثبات ازادي راډیو ته وویل، چې پر هغه سیمې ډزې شوې دي، چې هلته ملکيان ژوند نه کوي.

د ایران له لوري د نیمروز پر رباط سیمه د ډزو له امله افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې. تر اوسه د دې ډزو علت نه دی څرګند شوی او ایراني چارواکو هم څه نه دې ویلي.