د اسرايیل ولسمشر به نن خپل روسي سره په مسکو کې خبرې وکړي

د اسراییل ولسمشر شمیون پیریس به نن په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې.

کریملن وویل، دغه خبرې به د سوریې د کړکیچ او د انرژۍ، فضا او کرنې په برخو کې د اسراییل روسیې د همکارۍ په ګډون د منځني ختیځ پر وضعیت متمرکزې وې.

کریملن وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې همکاری تراوسه پیاوړې مرحلې ته نه ده رسیدلی.

د کریملن په وینا په ۲۰۱۱ کال کې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ راکړه ورکړه ۲،۸۶ میلیارډ ډالره وه.