رازموسین، ولسمشر اوباما د اروپا او امریکا د اړیکو په ټینګولو کې یو “وتلی” مشر وباله

د ناتو عمومي منشي اندیرس فوغ رازموسین د تودو مبارکیو په ویلو سره، جمهور رئیس اوباما د اروپا او امریکا د اړیکو په ټینګولو کې یو “وتلی” مشر وباله.

اسرائیل چې د ایران پر وړاندي د اوباما د ادارې له دریځ څخه په تنګ دي، بیا یي هم د هغه بیا انتخابیدل ستایلې دي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیمین نتنیاهو وایي، د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې د بل هر وخت په نسبت ډېر غښتلې دي. د اسرائیلو جمهور رئیس شیمون پریز وایي: باوري دی چې جمهور رئیس اوباما به پر ایران باندی فشار ته دوام ورکړې چې خپل اټومې پروګرام پریږدي.

د فلسطینې اداري مشر محمود عباس هم د جمهور رئیس بارک اوباما د بیا انتخابیدو مبارکې ویلي، او په هغه یي غږ کړی چې په منځنې ختیځ کې د سولې راوستلو هلو هلو ته دي دوام ورکړي.
د چین جمهور رئیس هوژینتاو او صدراعظم وین ژیاباو، اوباما ته د تیلفون له لاري مبارکي ویلي ده.

په اندونیزیا کې چې جمهور رئیس اوباما پکې د خپل ماشومتوب کلونه تېر کړې او دغه راز په کینیا کې د هغه د پلار په اصلي ټاټوبې کي هم خلکو زیاتې خوښۍ وکړي .