په فاریاب کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې ۵ طالبان وژل شوي

د رپوټونو له مخې په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د ملا فیروز په نوم د طالبانو یو قومندان او پنځه نور طالبان وژل شوي دي.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند محفوظ یعقوبی نن له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا نښته تېره شپه ددې ولایت د شرین تګاب ولسوالۍ په آستانه بابا کلي کې شوې ده .

د ښاغلي یعقوبي په وینا په دې نښته کې درې نور مخالفان نیول شوي هم دي خو افغان ځواکونو ته کومه مرګژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې .