افغان او ایتلافي ځواکونو نن د وسله والو مخالفینو درې قومندانان نیولي

افغان او ایتلافي ځواکونو نن د وسله والو مخالفینو درې قومندانان په جلا عملیاتو کې په لوګر، کندهار او هلمند ولایتونو کې نیولي دي.

ایساف ځواکونو په یوې اعلامیې کې څرګنده کړه، چې له دې کسانو سره یوه اندازه وسلې هم نیول شوي دي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې آیساف او افغان ځواکونو تیره ورځ په هلمند کې ۶۵۰ کیلو ګرامه تریاک تر لاسه کړل.

وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.